مقامي سرچينو وئيلي چې د جنوبي وزيرستان په انګور اډه سيمه کښې د چلغوزو په مزدورانو مارټر ګولې فائر شويدي ۔
مقامي سرچينو مطابق د نامعلومه طرف نه فائر شوې مارټر ګولو پيښه کښې دوه مقامي مزدوران پحق رسيدلې او يوشمير ژوبل شويدي ۔
سرچينو ترمخه دا پيښه د انګور اډې په زيبا غرونو کښې هاغه مهال مخې ته راغلي کله چې د چلغوزو ګنړشمير مزدوران خپل کار کښې مصروفه وو ۔
سرچينو وئيلي چې پيښه کښې پحق رسيدلي او ژوبل کسانو تعلق د جنوبي وزيرستان سره دې ۔
سرچينې زياتوي چې مارټر ګولې د نامعلوم طرف نه راغلي ، ولې تر دې دمه دا نۀ ده معلومه چې مارټر ګولې چا او ولې فائر کړيدي ۔