د وزيراعلیٰ خېبرپښتونخوا علي امين ګنډاپور لخوا په صحافيانو سنګين تورونه او دهړکو ورکولو معامله،ايسوسي ايشن آف اليکټرانک ميډيا ايډيټرز اينډ نيوز ډائريکټرز د علي امين ګنډاپور د بيان سخت مذمت کړېدې ۔
ايمنډ د وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور نه په فوري توګه د معافۍ مطالبه کړې او وئيلي دي چې د صحافيانو متعلق د علي امين ګنډاپور نامناسب خبرې او دهمکياني ناقابل برداشت دي ۔
ايمنډ خپل بيان کښې وئيلي چې پاکستان کښې صحافيان ډير مشکل حالاتو کښې خپل فرائض ادا کوي، د سياستدانانو داسې بيانونو سره د پارټۍ کارکنانو راپاريږي چې ورسره د صحافيانو ژوند خطرو سره مخ کيدے شي ۔
ايمنډ مطالبه کړې چې علي امين ګنډاپور دې په فوري توګه د صحافيانو نه معافي اوغواړي او پي ټي آئي له هم پکار ده چې د هغه نه تپوس اوکړي ۔
ايمنډ ملک کښې د غير اعلانيه سينسرشپ، سياسي جلسو او سرګرميانو په کوريج غير قانوني بنديز باندې هم تشويش اظهار کړے او وئيلي د دي چې دباؤ په وجه د عوام د معلوماتو حق متاثره کيږي، آزاد ميډيا سره ملک او معاشره ترقي کوي ۔