صدر مملکت آصف علي زرداري اسلام آباد کښې جلسې، جلوسونو ريګوليټ کولو په اړه بل باندې لاسليک کړې، د لاسليک وروستو بل قانون جوړ شوې او په فوري توګه نافذ العمل شوې ۔
دغه قانون ته پرامن احتجاج و امن عامه نوم ورکړې شوې، قانون لاندې به ريډ زونز يا هائي سيکيورټي زونز کښې جلسې او جلوس بالکل اجازت نه وي ۔
اسلام آباد کښې پرامن اجتماع او امن عامه ايکټ سينيټ نه پس قامي اسمبلې هم منظور کړې وو۔
قانون لاندې به بغير اجازت او سيکيورټي کليئرنس هيڅ جلسه يا اجتماع نشي کيدې ۔
واضحه دې وي چې تيره ورځ اسلام آباد کښې پرامن اجتماع او امن عامه ايکټ دوه زره څليريشتم د سينيټ نه پس قامي اسمبلې نه هم منظور کړې شوې وو۔
اجلاس دوران بيرسټر دانيال چودهري بل پيش کړې وو، ولې اپوزيشن د بل مخالفت کولو سره دغه بل آمرانه اقدام ګرځولې وو۔