وزيراعلیٰ هاوس پيښور کښې د علي امين ګنډاپور په مشرۍ کښې قبائيلي ګرينډ جرګه شوې چې پکښې د ضم اضلاع منتخب نمائندګانو، قبائيلي مشرانو او اعلیٰ سرکاري چارواکو شرکت کړے دې ۔
جرګې ته خپله وينا کښې وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې د قبائيلي سيمو مسئلو حل کولو په ذريعه به پاکستان مضبوط جوړولے شي ۔
علي امين ګنډاپور اووئيل چې د ضم اضلاع د معدني وسائلو او زراعتو ترقۍ په ذريعه به خلقو ته د روزګار موقعې ميلاو شي ۔
وزيراعلیٰ اووئيل چې قبائيلي سيمو ته الله پاک ډير ښائست او ښکلا ورکړې او د د دې سيمو سيلګرۍ ته وده ورکول ډير ضروري دي ۔
علي امين ګنډاپور زياته کړې چې د امن نه بغير ترقي ممکن نه ده او د قبائيلي سيمو مسئلو حل او هلته د ترقۍ لپاره د خلقو سره په مشوره به اقدامات پورته کولې شي ۔
وزيراعلیٰ دا هم وئيلي چې صوبائي حکومت د ضم اضلاع محروميانو ازالې لپاره عملي ګامونه پورته کول غواړي،او قبائيلي ځوانانو ته به بلاسود قرضي هم ورکولې شي ۔