پېښور هائیکورټ د وسلې او شرابو په مقدمه کښې د خېبر پښتونخوا د وزيراعلیٰ امین ګنډاپور ضمانت منظور کړېدې ۔
د خيبر پښتونخوا وزيراعلي علي امين ګنډاپور د وسلو او شرابو برآمدګۍ په مقدمه کښې د عدالت په حکم د نيولو د مخنيوي لپاره پېښور هائي کورټ کښې درخواست جمع کړې وو ۔
د پيښور هائي کورټ جسټس فهيم ولي د خيبرپښتونخوا د وزيراعلي په درخواست سماعت کړے او د علي امين ګنډاپور ضمانت ئي منظور کړے دے۔
عدالت وئيلي چې د درخواست کوونکي په ضد د درج مقدمو تفصيلات دې وړاندې کړل شي، تفصېلات جمع کولو نه پس عدالت امر کړې چې پوليس دې علي امين ګنډاپور نۀ ګرفتاروي ۔
عدالت ایس ایچ او بهارا کهو ته امر کړې چې علي امین ګنډاپور دې ونیسي او عدالت ته دې وړاندې کړي خو د عدالت د حکم باوجود علي امین ګنډاپور نن عدالت ته وړاندې شوې نۀ وو ۔
د دې نه علاوه علي امين ګنډاپور د ګرفتارۍ وارنټ او پيش کولو فيصلې خلاف د اسلام آباد سيشن کورټ ته هم رجوع کړې ده ۔
د علي امين ګنډاپور وکيل راجه ظهور د ګرفتارۍ وارنټ منسوخولو درخواست جمع کړې او دريځ ئې خپل کړې چې په مقدمه کښې د علي امين ګنډاپور د خوشې کولو درخواست زير سماعت دې ۔
درخواست کښې غوښتنه شوې چې د ګرفتارۍ وارنټ جاري کولو حکم دې ختم کړې شي او د ګرفتارۍ ناقابل ضمانت وارنټ دې کالعدم اوګرځولې شي ۔