پيښور کښې دوزيراعلیٰ سره د مذاکراتو کاميابۍ نه پس بلدیاتي نمائندہ ګانو داحتجاج ختمولو اعلان کړې ۔
پيښور کښې د خېبر پښتونخوا د مختلفو سیمو بلدیاتي نمائندہ ګانو د فنډونو نشتوالي او اختیاراتو نه میلاویدو پرضد احتجاجي مظاهره کړېده ۔
احتجاج کښې د صوبې په کچ ګنړ شمير کښې بلدياتي نمائندګانو ګډون کړې وو۔
د احتجاج په موقع د پيښور پوليسو د مظاهرچيانو منتشر کولو لپاره شيلنګ هم کړېدې ۔
د سخت احتجاج نه پس د بلدياتي نمائندګانو يو وفد د وزیراعلی سره کامیاب مذاکرات شوي، او دې نه پس بلدیاتي نمائندہ ګانو د خپل احتجاج ختمولو اعلان کړې دې ۔
د پيښور ميئر حاجي زبير علي وئيلي د بدلياتي نمائندګانو وزیراعلی سره مذاکرات کامياب شوي،او وزیراعلی ټولو يونين کونسلز لپاره د نغد فنډ اعلان کړېدې ۔
حاجي زبير علي اووئيل چې دغه فندډز به يوه هفته کښې ټول يو سيز ته ټرانسفر کولې شي ،
د پيښور ميئر دا هم وئيلي چې د بلدياتي نمائندګانو اختيارات انتظاميې ته منتقل کولو په اړه جاري شوې نوټفکيشن هم ختم کړې شويدې ۔
هغه دا هم وئيلي چې د بلدياتي نمائندګانو نورې ټولي مطالبې هم منلې شويدي ۔