اليکشن کميشن اسلام آباد کښې په نهم اکتوبر کېدونکي بلدياتي انتخابات ځنډولي او دې لړ کېښ ئې نوټيفکيشن هم جاري کړېدې ۔
د اليکشن کميشن لخوا جاري شوې نوټيفکيشن کښې وئيلي شوي چې د بلدياتي انتخاباتو شيډول تاحکم ثاني ملتوي کړې شويدي ۔
نوټيفکيشن ترمخه شيډول د اسلام آباد لوکل باډي ترميمي ايکټ منظورې وروستو ځنډولې شويدي ۔
اليکشن کميشن وئيلي چې اسلام آباد لوکل باډي ترميمي ايکټ په دريشم اګست منظور کړې شوې وو
سر ښار اسلام آباد کښې بلدياتي انتخابات په نهم اکتوبر کېدونکي وو۔
واضحه دې وي چې په شپږويشتم اګست قامي اسمبلې اجلاس کښې د اسلام آباد مقامي حکومت ترميمي بل دوه زره څليريشتم منظور کړې شوې وو۔