د قامي اسمبلۍ اجلاس دوران خپل تحريري جواب کښې وزيرداخله محسن نقوي وئيلي چې ملک کښې د امن و امان صورتحال مسلسل خرابيږي،په دې اړه قامي اسمبلۍ کښې تفصيلات هم پيش کړے شويدي ۔
وزيرداخله محسن نقوي تحريري جواب کښې وئيلي چې تير يو کال دوران ټول ملک کښې د ترهه ګرۍ پنځلس سوه څوارلس پيښې شوي،چې پکښې په مجموعي ډول دوه زره، نهه سوه، دوه ويشت کسان شهيدان او ژوبل شوي
وزيرداخله وئيلي چې خېبر پښتونخوا او بلوچستان کښې دسيکيورټې په اړه دهړکو کښې ډيره اضافه شوې،تير يو کال دوران د ترهه ګرۍ پيښو کښې پنځه سوه، دوه اوويا سيکيورټې اهلکار شهيدان او دولس سوه ،دوه نوي ژوبل شوي ۔
هغه اووئيل چې ترهه ګرې پيښو کښې درې سوه ،اته پنځوس عام وګړي شهيدان او اووه سوه ژوبل شوي هم دي ۔
وزيرداخله تحريري جواب کښې زياته کړې چې تير کال ترهه ګرۍ پيښو کښې په مجموعي توګه دوه زره ، نهه سوه، دوه ويشت کسان شهيدان او ژوبل شويدي ۔
داخله وزير مخکښې وئيلي چې خېبرپښتونخواکښې اته سوه اته پنځوس پيښې رامخې ته شوي،څلور سوه دوه اهلکار شهيدان او يو زر، څلور پنځوس کسان ژوبل شوي ۔
قامي اسمبلۍ ته دا هم وئيلي شوي چې بلوچستان کښې تير يو کال کښې شپږ سوه شپږويشت واقعات رامخې ته شوي،چې پکښې يو سل، اته څلويښت د سيکيورټي فورسز اهلکار شهيدان او يو سل، اته نوي ژوبل شويدي ۔
دغه پيښو کښې يو سل ،اووه شپيته عام وګړي شهيدان او دوه سوه، نهه اوويا ژوبل شويدي ۔
وزارت داخله مطابق سندهـ کښې تير کال دوران د ترهه ګرۍ نورلس واقعات شوي،دغه رنګ پنجاب کښې اته واقعاتو کښې يوولس سکيورټې اهلکار شهيدان او نهه ژوبل شويدي ۔
تحريري جواب کښې زياته کړې شوې چې ګلګت بلتستان کښې د ترهه ګرۍ درې واقعات شوي،چې پکښې درې سکيورټې اهلکار شهيدان او پنځه ژوبل شوي،دغه پيښو کښې شپږ عام وګړې شهيدان او يويشت ژوبل شويدي ۔