ريسکيو چارواکو مطابق د بره دير په پاتراک سيمه کښې د ولي محمد نومې کس په کور د خټ راپريوتې دې ۔
پوليسو وئيلي چې پيښه کښې دولس کسان پحق رسيدلي دي ۔
پوليسو ترمخه مړۀ شوي کسانو کښې نهه ماشومان ، دوه زنانه او يو نارينه شامل دي ۔
پيښې نه پس ريسکيو اهلکارو د تباه شوي کور د ملبے نه مړي راويستلي دي ۔
مقامي انتظاميې ترمخه دا پيښه بيګا د شپے ناوخته رامخې ته شوې وه،او سيمه کښې زيات باران لوجې امدادي هلو ځلو کښې مشکلات هم رامخې ته شوي وو ۔
په کورت راپريوتې ملبې نه مړي رايستو وروستو هسپتال ته رسولي شوي وو او د نورې کاروائۍ نه پس ټول مړې خپل خپلوانو ته سپارلي شويدي ۔