د صوابۍ ضلعي پوليسو مشر مانيرۍ نواب بانډه کښې نامعلومه موټر سائيکل سوارو په پيسکو اهلکارو ډزو کړيدي ۔
ډي پيا و مطابق د موټرسائيکل سوارو ډزو کښې يو لائن مين پحق رسيدلې او يو لائن مين سخت ژوبل شويدې ۔
ډي پي او ترمخه د ملزمان ډزو کښې يو لاروي هم ژوبل شويدې، دواړه ژوبل کسان هسپتال ته منتقل کړې شويدي ۔
پوليسو وئيلي چې پحق رسيدلې پيسکو اهلکار شناخت کامران، د ژوبل اهلکار حسن محمد او د لاروي پيژندګلو نعمان په نوم شويده ۔
د پيښې نه پس پيسکو دفتر لخوا مانيرۍ سيمه کښې بجلي معطل کړې او پيښه کښې ککړ کسانو نيولو مطالبه ئې کړېده ۔