معظم جاه انصاري تيره ورځ د عبدالخالق شيخ په ځائے د بلوچستان نوې آئي جي تعينات کړې شوې وو ۔
د بلوچستان نوې آئي جي پي مقرر کيدو نه پس معظم جاه انصاري اسلام آباد کښې صدر مملکت سره ملاقات هم کړې وو ۔
صدر مملکت بلوچستان کښې د امن او امان صورت حال ښه کولو لپاره موثر اقدامات پورته کولو باندې زور رواړې وو۔
صدر مملکت د آئي جي بلوچستان لپاره نوې ذمه دارو باندې نيکو هيلو څرګنده ونه کړېده
ياده دې وي چې معظم جاه انصاري په دوئم ځل د بلوچستان آئي جي تعينات کړې شوېدې ۔
هغه کال دوه زره اوولسم نه تر اتلسم پورې يو کال آئي جي بلوچستان پاتې شوې وو ۔
معظم جا انصاري د خيبر پښتونخوا پوليسو مشر په حيث هم ذمه وارۍ ترسره کړيدي ۔