د برېښنا د درنو بیلونو او مالیاتو د لګولو پر ضد د سوداګرو سازمانونو له خوا نن په ټول هېواد کې اعتصاب روان دی.
د سوداګريزو سازمانونو د اعتصاب له امله له کراچۍ څخه تر خيبر پورې سوداګريز مرکزونه تړل شوي او د اعتصاب له امله په بېلابېلو ښارونو کې ښوونځي هم تړل شوي دي.
د جماعت اسلامي او جے يو آئی په شمول د ملک مختلفو سياسي ګوندونو د احتجاج په ضد د اسلام آباد انتظاميي د ريډ زون ته تلونکي سړکونه په کنټينرونو بند کړي دي۔
د لاهور ښار کاروباري تنظيمونه د هړتال په مسله په دوه ډلو وېشل شوي، يوه ډله د هړتال په حق کې ده او بله ډله د هړتال په ضد ده.
د انجمن تاجران کراچۍ صدر جاويد شمس وايي سياسي قيادت ناکامه شوي نو د اګست په ٢٨مه به مکمل هړتال وي.
د آل پاکستان انجمن تاجران سندهـ صدر نن د هړتال مکمل ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل چې نن به د سندهـ په ټولو وړو او غټو ښارونو کې کاروبار بند پاتې وي او د ټېکسونو او د بجلۍ د بلونو د زیاتولو غوښتنه یې رد کړه.
هغه زياته کړه چې حاکمه طبقه غواړي له سوداګرو او ولس څخه د ژوند کولو حق واخلي، د سوداګرو دوستانه منصوبه په اوسنۍ بڼه د منلو وړ نه ده.
د کراچۍ اليکټرانکس ډيلرز ايسوسي ايشن صدر محمد رضوان وايي، په اعتصاب کې له کراچۍ څخه تر خيبر پورې ټولې سوداګريزې ادارې شاملې دي، که ستونزې يې هوارې نه شي، ښايي د اعتصاب موده نوره هم زياته شي.
د آل کراچي تاجر اتحاد صدر عتيق مير وئيلي دي چي دا د تاجرانو نه بلکه د عامو خلقو هړتال دے، عام خلق د افراط زر له وجي انديښمن دي۔
په پېښور کې هم د سوداګرو له لوري بېلابېل مارکېټونه تړل شوي او د سوداګرو اتحاديې غوښتنه کړې چې د برېښنا په نرخونو کې شوې زیاتوالی دې بېرته واخیستل شي، د ټېکس کچه دې کمه شي.