اډياله جيل کښې قائم کمره عدالت کښې ميډيا سره خبرو دوران باني چئيرمين پي ټي آئي وئيلي چې ما ته پيغام ميلاؤ شوې ووچې د ختم نبوت معامله ده او ټول ديني جماعتونه په احتجاج دي ۔
عمران خان اووئيل چې د انتشار خوريدو انديښنې په معامله مې اعظم سواتي او بيرسټر ګوهر ملاقات لپاره راغوښتي وو ۔
باني پي ټي آئي مطابق ما هغوي ته د جلسې ملتوي کولو هدايت کړې وو ۔
باني چئيرمين پي ټي آئي اوئيل که چرې مونږ تيره ورځ جلسه کړې وې، نو انديښنه وه چه يو بله نهمه مئي به جوړه کړې شوې وه ۔
عمران خان مطابق دغه پيښې به هم بيا د پي ټي آئي په غاړه کښې اچولې شوې وې ۔
هغه مخکښې اووئيل چې تراوسه خو د نهمې مئي جوډيشل انکوائري هم نه ده شوې ۔
چئيرمين پي ټي آئي اووئيل چې چرې به هم دا اونه غواړم چې ملک کښې انتشار وي ۔
هغه په ډاګه کړه چې په آخري ځل مې جلسه ملتوي کړې،البته د اتم ستمبر جلسې اين او سي جاري کړې شوي او که چرې د دې جلسه کښې چا هم د خنډ اچولو کوششش اوکړو نو ذمه واري به ئې خپله وي ۔