پوليس مطابق د ضلع رحيم يار خان صادق آباد علاقې په ماچهکه سيمه کښې ډاکوانو په پوليس وين حمله کړېده ۔
پوليس وئيلي چې د کچے ډاکوانو په حمله کښې دولس پوليس اهلکاران شهيدان شويدي ۔
پوليس ترمخه د ډاکوانو حمله کښې يوولس پوليس اهلکاران ژوبل شوي هم دي ۔
د پوليس په جوابي کاروائۍ کښې د ډاکوانو د حملې مرکزي ملزم بشيرشر وژلې شوې او پنحه نور ژوبل شويدي ۔
د ډاکوانو حمله کښې دولس پوليس اهلکار شهيدان او لس ژوبل شوي وو
دغه ډاکو تيره ورځ په پوليسو باندې حملې مرکزي ملزمانو کښي شامل وو
د پنجاب آئي جي وئيلي چي د ډاکو بشير شر نور ملګري هم ژوبل شوې پيښه کښې ککړ ډاکوانو ختمولو پورې به آپريشن روان وي ۔
ياده دې وي چې د پنجاب رحيم يار خان ضلعې په د صادق آباد ښار ماچهکه سيمه کښې ډاکوانو د پوليسو په دو موبائلونو د راکټو سره حمله کړې وه ۔
ډاکوانو د حملې نه پس ډزي هم کړې وې ۔
ډاکوانو هاغه مهال حمله کړې وه چې کله پوليس اهلکار کچے علاقه کښې د ډيوټۍ نه پس واپس روان وو۔