سپريم کورټ مبارک ثاني نظر ثاني کيس کښې خپله مختصر فيصله اورولې ده ۔
مبارک ثاني نظر ثاني کيس کښې سپريم کورټ دپنجاب حکومت لخوا دائر شوې درخواست باندې سماعت دچيف جسټس قاضي فائز عيسیٰ په مشرۍ کښي دري رکني بنچ کړېدې ۔
مختصر فيصلې مطابق عدالت د وفاقي حکومت درخواست منظور کړي، او عدالتي فيصله کښې درې متنازعه پيراګراف حزف کړې شويدي ۔
سپريم کورټ دې کيس کښې د علمائے کرامو معاونت ترلاسه کولو فيصله کړې وه ۔
دې لړ کښې نامتو عالمي دين مفتي تقي عثماني او د جے يو آئي امير مولانا فضل الرحمان پشمول نورو متعلقه علماکرامو عدالت کښې تفصيلي دلائل وړاندې کړي ۔
چيف جسټس قاضي فائز عيسیٰ وئيلي که چرې زمونږ نه څه غلطي اوشي نو د دې اصلاح کول پکار دي ۔
چيف جسټس وئيلي چا چې د نظر ثانې درخواست دائر کړې دې د هغوي شکريه ادا کوؤ ۔
عدالت مبارک ثاني کيس کښې د وکيلانو دلائل اوريدو نه انکار کړې ولې دې لړ کښې دچيف جسټس فائز عيسیٰ وينا وه چې مونږ دعلمائے کرامو معاونت ترلاسه کول غواړو ۔
چيف جسټس پوښتنه اوکړه چې دا وخت کوم کوم علمائے کرام عدالت کښي موجود دي؟ مونږ تعين کول غواړو چه څوک څوک به زمونږ رهنمائي کوي
مفتي تقي عثماني ترکيه نه د ويډيو لنک په زريعه سپريم کورټ کښي پيش شوېدې ۔
په دي موقع چيف جسټس عدالت کښي موجود دجمعيت علمائے اسلام امير مولانا فضل الرحمان ته اووئيل چې عدالتي فيصله کښې څه غلطي يا اعتراض وي نو په ډاګه دي کړي شي ۔
چيف جسټس اووئيل مونږ غواړو چه ستاسو او دنورو اکابرينو رائے واورو
دعلما او مذهبي جماعتونو د نمائندګانو تفصيلي دلائل اوريدو روستو چيف جسټس مختصر فيصله واوروله ۔