اسلام آباد کښې د پاکستان ځوانانو کنونشن ته خطاب کښې آرمي چيف جنرل سيد عاصم منير وئيلي چې د خيبرپښتونخوا خلقو تير دوه ويشت کالو راهسې د پاک فوج سره يو ځائې د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې لوئې کردار ادا کوي ۔
آرمي چيف اووئيل چې ځوانانو په سترګو کښې چمک ليدل يو باور پيدا کوي ،چې پاکستان مستقبل محفوظ لاسونو کښې دې ۔
هغه اووئيل چې د پاکستان تر ټولو لوئې او قيمتي سرمايه ځوانان دي، مونږ به کله هغه ضائع کولو ته ورنکړو ۔
هغه اووئيل چې د آزاد رياست اهميت ليبيا،شام، کشمير او غزه خلقو نه تبوس اوکړے ۔
د آرمي چيف وينا وه چې رياست ذمه واري ده چې عوام د سوشل ميډيا نه پيدا شوې اړي ګړي او فتنے اثراتو نه لرې اوساتي ۔
د پاک فوج سر لښکر زياته کړې چې کومو خلقو د پاکستان د ډيفالټ کيدو بيانيه جوړي کړې وه، نن هغه خلقو چرته دي ۔
د آرمي چيف وينا وه چې عوام، حکومت او فوج ترمينځ مضبوطه رشته د پاکستان ترقې ضامن دې ۔