د پخواني آئي ايس آئي چيف جنرل ريټائرډ فيض حميد د اوپن ټرائل مطالبه باني پي ټي آئي ګرانه پريوتې ده ۔
د سيکورټي ذرائع د باني پي ټي آئي په دغه مطالبه ډير سخت جواب اور ردعل راغلې دې
سيکيورټي ذرائعو وئيلي چې باني پي ټي آئي څوک دے چې د فيض حميد د اوپن ټرائيل خبرې کوي ۔
سيکيورټي ذرائعو وئيلي چې که چري د باني پي ټي آئي په دې معامله کښې ټرائل اوشو نو تسلي دې ساتي چې د هغه دا ټرائل به اوپن وي ۔
ذرائعو ترمخه سيکيورټي ادارو وئيلي چې د باني پي ټي آئي اوپن ټرائل سره به ټوله دنيا ته پته اولګي چې هغۀ به کوم کارونه کول او په کومه طريقه به ئې کول ۔
دې نه وړاندې اډياله جيل کښې صحافيانو سره غير رسمي خبرو اترو کښې باني پي ټي آئي د آرمي چيف نه غوښتنه کړې وه چې د جنرل فيض حميد دي اوپن ټرائل اوکړې شي ۔
باني پي ټي آئي وئيلي وو چې د اوپن ټرائل په موقع دې ميډيا ته د کوريج لپاره رسائي ورکړې شي ۔
اډياله جيل کښي بنديوان سابق وزيراعظم دا هم وئيلي وو چې د جنرل ريټائرډ فيض حميد اوپن ټرائل سره به ملک ته فائده اورسي او پاکستان به ترقي اوکړي ۔