وزيراعظم شهباز شريف مشرۍ کښې سمګلنګ مخنيوي په حواله اعلیٰ پائې اجلاس شويدې ۔
غونډه کښې متعلقه چارواکو د سمګلنک خاتمې لپاره پورته کړي شوي اقداماتو په حواله وزيراعظم ته بريفنګ ورکړېدې ۔
بريفنګ دوران داخله وزارت چارواکو وئيلي دي چې افغان ټرانزټ ټريډ لپاره انشورنس ګارنټۍ په ځائې بنک ګارنټي لازمي ګرځولي شويده ۔
وزيراعظم ادارو ته درخواست کړے چې د سمګلنګ قابو کولو لپاره دې کوششونه تيز کړي ۔
وزيراعظم شهباز شريف زياته کړې چې د سمګلرانو د سهولتکارو د استعمال ګاډي دې ضبط کړے شي۔
وزير اعظم وينا وه چې په سمګلنګ کښې ککړ عناصرو ته به د ملک معيشت ته د نقصان رسولو اجازت هيڅ کله ورنکړې شي ۔
وزيراعظم دا هم وئيلي دي چې د سمګلنګ د مخنيوي دپاره دې جديد ټيکنالوجي هم پکار راوستلې شي ۔
هغه زياته کړې ده چې ايف بي آر،وزارت داخله او نوري اداري دي يو بل سره همکاري زياته کړي ۔
وزيراعظم ملک نه د سمګلنګ ناسور د ختمولو لپاره کوششونه نور هم تيزولو او په دې حواله د جديد ټيکنالوجې استعمالولو هدايت کړېدې ۔