د خېبر پښتونخوا تير نګران حکومت کښې د يو ارب روپو دستانو د کرپشن لوئې سکينډل مخې ته راغلې ،چې تر مخه ئې دوه کروړه، دوه اتيا لکه دستانو په حواله متعلقه افسران بے خبره پاتي شويدي ۔
دستاويزاتو مطابق محکمه صحت کال دوه زره څليريشت کښې ايګزامينشن دستانې اخستلو فيصله کړي وه ،فرورۍ او مارچ مياشت پورې اته نوي کروړه يو کم څلويښت لکه روپو ماليت دستاني اخستے شوې وې ۔
دستاويزاتو ترمخه مارکيټ کښې د دستانو قيمت د اووه نه تر نهه روپۍ وو خو د دستانو خريداري د دوه ويشت روپو او شپيته پيسو باندې شويده ۔
د دستاويزاتو ترمخه د دستانو خريدارۍ لپاره اته نوي کروړه يو کم څلويښت لکهه روپو ادائيګي د دوه چيکونو په ذريعه شوې وه ۔
يو چيک په اوومه فرورۍ دوه زره څليريشتم او دويم چيک په شلم مارچ دوه زره څليريشتم جاري شوېدې ۔
دستاويزاتو ترمخه شپيته لکه دستانې د کيټګري ډي هسپتال پيښور، متنو،ديرش لکه ډي ايچ کيو باجوړ، يو کروړ ،دوه نوي لکه، ديرش زره دستانې د شمالي وزيرستان هسپتالونو ته ورکړے شويدي ۔
د دغه درې ضلعو ذمه وار افسران د دې خبرې نه انکاري دي چې هغوي ته دستانې ورکړے شويدي ۔
د محکمه صحت انکوائرۍ مطابق دا وخت محکمه صحت سره صرف دري څلويښت لکه دستانې موجود دي او درې کروړه، دوه نوي لکه دستانې د هغوي رسيدونو باندې اخستے شوي د کوم چې هيڅ قسمه ريکارډ موجود نه دې ۔
بلخوا د صحت صوبائي وزير وئيلي دي چې نګران حکومت کښې چې کوم کرپشن شوې د هغې ټول حقائق به مخې ته راوړلې شي ۔