د وفاقي کابينې اجلاس ته وينا پر مهال وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې پنجاب حکومت د خپل فنډ نه د صوبې خلقو له د بجلۍ بلونو کښې ريليف ورکړې ۔
وزيراعظم اووئيل چې دې لړ کښې پنجاب حکومت د خپل صوبائي فنډ نه د بجلۍ بلونو کښې ريليف ورکولو لپاره پنځه څلويښت اربه روپې مختص کړېدي ۔
وزيراعظم اووئيل چې پنجاب پشان خېبرپښتونخوا حکومت دې هم د بجلۍ بلونو کښې اولس ته ريليف ورکړي، مونږ به پرې خوشحاله يو ۔
وزيراعظم شهبازشريف مخکښې اووئيل چې اولس ته آسانۍ ورکولو باندې دې سياست کولو نه ډډه اوکړې شي ۔
وزيراعظم زياته کړې چې پنجاب کښې اولس ته ريليف ورکولو سره د وفاقي هيڅ کار نيشته،دا د پنجاب حکومت خپله فيصله ده، بائد نورې صوبې هم بِسم الله اوکړي او دغه شان خلقو ته آسانۍ ورکړي ۔
وزيراعظم شهبازشريف مطابق څو ورځې وړاندې د خېبرپښتونخوا يو وزيروئيلي وو چې وفاق پنجاب ته ريليف ورکړي او دا ئې ډير زياتې کړېدې ۔
د وزيراعظم وينا وه چې آئي ايم ايف سره زمونږ معاهده شويده،د آئي ايم ايف اهداف پورا کولو لپاره به اوس شپه ورځ کار کول وي،چيلنجز ډير زيات دي، د خلقو مسئلې به حل کول زمونږ د حکومت اولني ترجيحاتو کښې شامل دي ۔