چئيرمين پي سي بي محسن نقوي د قذافي سټيډيم دوره کړې ، د سټيډيم د تعميراتي منصوبو جاج ئې اخستي او په اَپ ګريډيشن پلان ورته بريفنګ ورکړې شويدې ۔
په دې موقع ميډېا سره خبرو پر مهال د پاکستان کرکټ بورډ چئيرمين محسن نقوي منلې چې د ملک يو سټيډيم هم د ڼريوال معيار مطابق نه دي ۔
هغه اووئيل چې د پيښور سټيډيم تعميراتي کار لپاره صوبائي حکومت سره خبرې روانې دي، او په دې حواله مونږ د پيښور سټيډيم مرمتي کار لپاره آئي سي سي سره هم په رابطه کښې يو ۔
چئيرمين پي سي بي وعده کړې چې پاکستان کښې به لوبو لپاره د نړۍ ښه سټيډيمز جوړولې شي ۔
هحغه اووئيل چې د چيمپئينز ټرافي نه به وړاندې په سټيډيم کار مکمل کولے شي ، د ايف ډبليو او ټيم شپه ورځ کار کوي ، د چيمپئينز ټرافي لپاره نور انتظامات هم روان دي ۔
محنس نقوي اووئيل چې سيکيورټي ادارو سره په باقاعده توګه رابطه کښې يو ۔
چئيرمين پي سي بي وينا وه چې د چيمپئينز ټرافي ميچونه به لاهور ، کراچۍ او پنډۍ کښي کيږي ۔
هغه زياته کړې چې پنځه مياشتو کښې دننه به خپل ټارګټ پوره کوؤ ، موسمياتي چيلنجونو باوجود هم په تعميراتي کار تيزي سره کار جاري دي ۔