پیښور پریس کلب کښې خبري غونډې ته د وینا په وخت د آل ټرائبل کنټریکټرز ایسوسیي ايشن مشرانو حاجي ظاهر شاه ، لائق مرجان اونورو وئيلي دي چې د خېبر پښتونخوا په زیاتره محکمو کښې کرپشن باندې بائد باني پي ټي آئي د ککړو افسرانو او صوبائي وزیرانو خلاف کاروايانې اوکړي ۔
دوي اووئيل چې د خېبر پښتونخوا پخوانې وزیر شکیل خان په خپله محکمه کښې ئې د کرپشن خلاف ډیر کار کړې دې ۔
د ايسوسي ايشن مشرانو وينا وه چې د دې لوجې نه د شکيل احمد په محکمه او سیاسي کچ ډیر مخالفت روان وو ۔
د یوې پوښتنې په جواب کښې د آل ټرائبل کنټریکټرز ایسوسي ایشن مشرانو اووئیل چې پخوانې وزیر شکیل خان سره به اوږه په اوږه ولاړ يو ځکه چې شکیل خان د مافیا خلاف اواز پورته کړے وواو چرې ئې هم په خپله محکمه کښې چاته دکرپشن کولو موقع نۀ وه ورکړې ۔