د پخواني صوبائي وزیر شکیل احمد خان په خېبرپښتونخوا کښې د کرپشن شکاياتو پلټنو لپاره جوړې شوې ګُډ ګورننس کميټۍ کښې جمع شوې تحريري بيان مخې ته راغلې دې ۔
شکيل خان بیان مطابق د ترقیاتي کارونو لپاره سیکريټري سي اینډ ډبلیو شپږ اربه، اووه اتیا کروړه روپۍ جاري کړي او څه وخت چې د هغه څخه د کميشن پوښتنه اوکړې شوه نو هغه وينا وه چی وزير اعلی د دې معاملې پخپله نګراني کوي ۔
شکیل خان خپل بیان کښې وئیلي چې د بدعنوانۍ او بد انتظامۍ په اړه ما د پارټي سینئر قیادت خبر کړې دې ۔
شکیل خان وینا وه چې سیکريټري سي اينډ ډبليو د ټهیکو په مد کښې وزیر اعلیٰ ته د شل کروړه روپو ورکولو اعتراف هم کړے دې ۔
شکیل خان خپل بیان کښې زياته کړې چې هغوي په یودیرشمه جولائۍ د پي ټي آئي باني چیئرمین سره د ملاقات دوران ټول حقائق هغه ته وړاندې کړېدي ۔