اسلام آباد کښي خبري غونډې ته وينا پر مهال د خېبر پښتونخوا اطلاعاتو صلاح کار بيرسټر سيف وئيلي چې ګُډ ګورننس کميټۍ ته د صوبائي ويزر شکيل احمد خلاف د کرپشن شکايات ميلاؤ شوي وو ۔
بيرسټر سيف اووئيل چې شکايات ميلاويدو نه پس کميټۍ کاروائي کړې او شکيل احمد ئې د خپل وزارت نه لرې کړېدې ۔
بيرسټر سيف اووئيل که چرې اسد قيصر ، عاطف خان يا د پارټۍ نورو مشرانو ته څه شکايات وي ، نو د باني پي ټي آئي په احکاماتو جوړه شوې کميټۍ کښې دې شکايات پيش کړي ۔
هغه اووئيل چي باني چئيرمين د پارټۍ معاملات او اختلافات په ميډيا بيانولو د سختې ناخوښې څرګندونه کړيده ۔
بيرسټر سيف اووئيل چې باني چئيرمين سخت تاکيد کړې چې پي ټي آئي کښې به کرپشن برداشت نه کړې شي ۔
بيرسټر سيف مخکښې اووئيل چې کميټې ته د شکيل خان خلاف شکايات ميلاو شوي وو او دغه شکاياتو نه پس صوبائي وزير خلاف کاروائي شوې او هغه وزارت نه برطرف کړې شويدې ۔
مشير اطلاعات زياته کړې که چرې بل چا له څه شکايات وي نو هغه دې د پارټۍ معاملات پارټۍ کښې دننه خبره کوي ۔