امنيتي اهلکارانو په طورخم پوله او خواؤ شا سيمو کښې لټوني عمليات مکمل شويدي ۔
سرچينې وائي چې آپريشن طورخم بازار کښې د شرخوښو موجودګۍ په اطلاع شويدې ۔
سرچينو مطابق آپريشن دوران طورخم بازارنه علاوه خواؤ شا علاقو کښې کور په کور د تلاشۍ هم اخستې شويده ۔
دغه سرچ آپريشن لوجې پاک افغان طورخم پوله د هر قسمه تګ راتګ لپاره بند کړې شوېده ۔
امنيتي اهلکارانو طورخم پولې سره خواؤشا موجود ګودامونو کښې هم سر چ آپريشن کړې ۔
آپريشن دوران دوه سوه نه زيات افغانان نيولي شويدي ۔
آپريشن دوران ځائي خلقو باندې غږ شوې ووچې کورونو نه بهر نۀ راوتو او طورخم پولې خوا ته د نۀ تلو هدايات هم شوي وو ۔