پيښور کښې د وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور په مشرۍ کښې مهمه غونډه شويده ۔
غونډه کښې فيصله شوې د احساس نوجوان روزګار سکيم لاندې به لس ميلينه روپو پورې آساني قرضې ورکولې شي ۔
احساس روزګار سکيم لاندې نوي کاروبار شروع کولو او موجوده کاروبار فراخولو لپاره به ځوانانو ته د دوه لکه روپو پورې بغير سود قرضې ورکولې شي،
غونډه کښې فيصله شوې چې د احساس هُنر پروګرام لاندې به هُنرمند ځوانانوته د کاروبار شروع کولو لپاره پنځه لکه روپو پورې بغير د سود قرضې ورکولې شي ۔
غونډه کښې د احساس خپل کور پروګرام په حواله هم جائزه اخستې شويده ۔
غونډې دوران فيصله شوې چې مستحق خاندانونو ته به د کور جوړولو او د موجوده کور توسيع او مرمت وغيره لپاره پنځلس لکه روپو پورې بغير سود قرضه ورکولې شي ۔