سپيکر بابرسليم سواتي په مشرۍ کښې د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ اجلاس شويدې ۔
اجلاس کښې د پيپلز پارټۍ صوابئي اسمبلۍ غړي احمد کنډے د رياستي ادارو آئيني حدود کښې اوسيدو په اړه قرارداد پيش کړېدې ۔
خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کښې د رياستي ادارو حدود په حواله قرارداد درون اکثريت سره منظور شويدې ۔
قرارداد کښې غوښتنه شوې چې رياستي ادارې دې خپل آئيني حدود کښې اوسي ۔
قرارداد کښې وئيلي شوي چې د خلقو جان او مال، جمهوري او د آزادي اظهار رائے دباؤلو نه دې ډډه اوکړې شي ۔
د پيپلز پارټۍ پارليماني ليډر احمد کنډي لخوا وړاندې شوې قرارداد کښې وئيلي شوي چې اولس د پاکستان آزاديدو نه تر اوسه پورې د رائے د اظهار نه محرومه دي ۔
قرارداد کېښ مطالبه شوې بائد ادارې آئين باندې عمل اوکړې چې ملک ته ترقي کول آسان شي ۔