اسلام آباد کښې د خارجه دفتر ترجماني ممتاز زهرابلوچ د هفته وارې خبرې غونډې په مهال وئيلي چې د پاکستان او افغانستان ترمينځه فعاله سفارتي مشنز موجود دي ۔
ترجمان دفترخارجه وئيلي چې د دوانړو ملکونو ترمينځ تيز رفتاره رابطے هم موجودي دي ۔
ترجمانې مخکښې وئيلي چې پاکستان وخت په وخت د کالعدم ټي ټي پي معامله پورته کړي، افغانستان د هغوي خلاف موثره کاروائي اوکړي او د پولې دوانړه غاړې محفوظه جوړې کړي ۔
ممتاز زهرا بلوچ وئيلي چې د افغانستان څخه مونږ بار بار غوښتنه کوؤ چې د هغوي په خاوره موجود د ټي ټي پي خلاف ايکشن واخلي ۔
ترجماني وئيلي چې په دے برخه کښې مونږ د افغانستان د متعلقه فورمز سره ثبوتونه هم شريک کړيدي
د يوسوال په جواب کښې د خارجه دفتر وياندې وئيلي چې نور ملکونه دې زمونږ په کورنيو چارو کښې مداخلت يا لاس وهنه نه کوي ۔
هغي اووئيل چې بهر ملکونه دې د پاکستان په کورنيو معاملاتو کښې د مداخلت څخه ډډه اوکړي ۔