د آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان ترمخه دغه درې افسران د پخواني ډي جي آئي ايس آئي ليفټيننټ جنرل (ر) فيض حميد کورټ مارشل په سلسله کښې نيولي شويدي ۔
د آئي ايس پي آر له مخې دغه درې ريټايرډ افسران د فوجي ډسپلن په خلاف ورزۍ نيولي شوي
آئي ايس پي آر مخکښې وئيلي چې نيولي شوي درې فوجي افسرانو نه نورې پلټنې جاري دي ۔
د پاکستان فوج وياند ترمخه دغو افسرانو د فوجي ډسپلین خلاف ورزي کړيده ۔
آئي ايس پي آر زياته کړې چې دغه ريټائرډ افسرانو او ددوي ملګرو د سياسي مفاداتو ساتونکي کسانو سره ملي جوړ جاړې کړې او د ملک استحکام ته ئې زيان رسولو کوششونه کړېدي ۔
ياده دي وي چي د اګست په دولسمه نيټه د آئي ايس آئي پخواني ډائريکټر جنرل ليفټيننټ جنرل ريټائرډ ګرفتار کړے شوے وو او د هغوي خلاف د فيلډ جنرل کورټ مارشل عمل شروع کړے شوے وو۔
د آئي ايس پي آر ترمخه د سپريم کورټ په حکم د پخواني ډي جي آئي ايس آئي ليفټيننټ جنرل ريټائرډ فيض حميد خلاف کورټ آف انکوائري شروع شوې ده ۔