د پاکستان اته اوويايمې دې ورځې په مناسبت سرښار اسلام آباد کښې د يوديرش او د څلور واړو صوبو سرښارونو کښې د يويشت يويشت توپو سلامي ورکړې شويده ۔
جوماتونو کښې د سحر د مونځ نه پس د ملک ترقۍ او پرمختګ لپاره خصوصي دعاګانې غوښتلي شويدي ۔
په مزار قائد د ګارډز د بدلون دستوره شوے،پاک بحريه او د پاکستان نيول اکيډمي کيډيټس په مزار قائد د ګارډز ذمه واري سنبهال کړيده ۔
د قائد اعظم محمد علي جناح په مشرۍ کښې د اوږد جدوجهدوروستو په څوارلسم اګست کال نورلس سوه اووه څلويښتم کښې پاکستان آزاد شوې وو ۔
په 14 اګست 2024 د آزادې اووه اوويايمه سالګره وه، ټول ملک کښې خلقو يوم آزادي قامي جوش و جذبې سره نمانځلې ۔
په دې موقع خلقوپه خپل کورونو، لاروکوڅو او حجرو باندې د پاکستان جهنډې لګولي وې۔
په سړکونو تلونکي ګاډو ، لوئي وړو او ماشومانو هم د پاکستان جهنډې او بيجونه لګولي وو او خوشحالۍ ئې هم نمانځلي دي ۔
خپل خوږ وطن سره د بے کچه مينې اظهار لپاره مشرانو،کشرانو او ماشومانو د قامي جهنډې رنګ پشان شنې او سپينې جامې هم اچولې وې او پاکستان زنده باد نعرې ئې وهلې وې ۔