جنوبي وزيرستان تحصيل مکين کښې ترهه ګرو حمله کړېده ۔
سرچينو مطابق دا پيښه تحصيل مکين مما خيل سيمه کښې مخې ته راغلې ۔
خېبرنيوز ذرائعو مطابق حمله کښې څلور اهلکار شهيدان او اووه ويشت نور ژوبل شوېدي ۔
د ترهه ګرو حمله کښې د شهيد شوي اهلکارانو شناخت حوالدار ناصر، نائيک رشيد، نائيک عرفان، سپاهي عثمان په نومونو سره شويدې ۔
سرچينو مطابق ترهه ګرو بيګا د شپې حمله اوکړه، او عمارت ته ئې د ننوتلو کوشش کړې وو