په طورخم بارډر د پاکستان او افغانستان سيکيورټي اهلکارو ترمينځ ډزو پيښې نه پس د دواړو ملکونو چارواکو ترمينځ فليګ ميټنګ شويدې ۔
ډزو پيښې وروستو نن دواړو ملکونو سيکيورټي چارواکو ترمينځ فليګ ميټنګ شوے،
د ايف سي ونګ کمانډر مذاکراتو کښې د پاکستاني وفد مشري کړې ده ۔
فليګ ميټنګ دوران د دواړو ملکونو سيکيورټي چارواکو مذاکرات کړې چې پکښې په ډز بندۍ اتفاق شويدې ۔
فليګ ميټنګ کښې د سرحدي حدودو مسئله وزارت خارجه په سطح پورته کولو فيصله هم شويده ۔
د دواړو ملکونوسيکيورټي فورسز ترمينځ ډزې تيره ورځ پاکستاني پولې سره نيزدې علاقه کښې افغان چارواکو لخوا سړک جوړولو وروستو شوې وې ۔
په طورخم پوله ډزو لوجې خواؤشا علاقو کښې سخته ويره ترهه خوره شوې وه ۔
پيښې لوجې دوه اړخيزه تجارت هم بند شوې وو چې لوجې ئې ځائي تاجرانو ته ستونزې رامخي ته شوې وې ۔