تيره ورځ د کابل ښار په دشت برچي علاقه کښې چاودنه شوې وه ۔
په دغه چاودنه کښې دوه کسان په حق رسيدلي او ديارلس کسان ژوبل شوي دي ۔
کابل ښار کښې ايمرجنسې هسپتال وئيلي چې دوي له د دغې چاودنې اته کسان ژوبل حالت کښې راوړلې شويدي ۔
د هسپتال وينا مطابق ټپي کسانو کښې درې زنانه هم شاملې دي ۔
ژوبل کسانو کښې د اووه کسانو حالت نازک ښودلې شوې دې ۔
بلخوا د کابل پوليسو وياند خالد زدران وئيلي چي په دشت برچې علاقه کې د سورلوپه ګاډي چاودنه کې دوه کسان پحق رسيدلې او يوولس ژوبل شويدي ۔
کابل ښار کښې شوې د دغې چاودنې پړه نړيوال ترهه ګر ډلې داعش په غاړه اخستې ده ۔
متحده قامونو څه ورځې وړاندې وئيلي وو چې داعش خراسان دټول يورپ دپاره خطره ده ۔
بلخوا افغان طالبان وائي چې داعش په افغانستان کښې کمزورې کړې شويده ۔