پيښور پوليسو مطابق د ډزو دغه پيښه شاه پور سيمه کښې مخې ته راغلې ده ۔
پوليسو ترمخه قتل شوي کسانو کښې مور ،درې لونړه او يو ځوئې شامل دي ۔
پوليسو وئيلي چې قتل شوې زنانه سوات سره تعلق لرونکي فيصل نومې کس سره د خپل خاوند د قتل په الزام څو ورځې وړاندې د جيل نه خوشې شوې وه ۔
پوليسو دا هم وئيلي چې دا پيښه د قتل شوې زنانه د خاوند د قتل ردعمل هم کيديشي ۔
پوليسو زياته کړې چې د پيښې نه پس ملزمان تيښتنه کښې کامياب شوي، او ابتدائي رپورټ درج کيدو نه پس نورې پلټنې شروع کړې شويدي ۔