د خېبر ضلعې تيراه وادۍ کښې تيره شپه ترهه ګرو په زنګۍ چيک پوسټ حمله کړې وه ۔
حملې دوران ترهه ګرو په درنه وسله په چيک پوسټ ډزې کړې دي ۔
سرچينو ترمخه حمله کښې شپږ ايف سي اهلکار شهيدان او دولس نور ژوبل شويدي ۔
ځائې سرچينو وئيلي چې د ترهه ګرو حملې نه پس پنځه نه تر شپږ پورې ايف سي ځوانان بے درکه شوي هم دي ۔
د بے درکه شوي اهلکارانو لټون لپاره سيکيورټي فورسز کارويانې شروع کړيدي ۔
سرچينو ترمخه د سيکيورټي فورسز جوابي کاروائۍ کښې د ځيني ترهه ګرو د وژنې او ژوبل کيدو اطلاعات هم مخې ته راغلي دي ۔