د خېبرپښتونخوا حکومت ګورننس متعلق شکاياتو باندې باني پي ټي آئي درې کسيزه کميټي جوړه کړېده ۔
د خېبر پښتونخوا حکومت خلاف د ګورننس شکايات سيوا کيدو روستو باني تحريک انصاف په حرکت کښې راغلې دې ۔
مشير اطلاعات بيرسټر سيف وئيلي دي چې درې کسيزه کميټي به د د خېبرپښتونخوا وزيرانو او انتظامي سيکرټريز خلاف د کرپشن الزاماتو او شکاياتو تحقيقات کوي ۔
مشير اطلاعات بيرسټر سيف ترمخه باني پي ټي آئي د صوبائي حکومت کارکردګۍ باندې نطر ساتلو لپاره درې کيسزه کميټي جوړه کړيده ۔
مشير اطلاعات وئيلي چې کميټي د پخواني ګورنر شاه فرمان،معاون خصوصي مصدق عباسي او قاضي انور باندې مشتمله ده ۔
بيرسټر سيف دا هم وئيلي دي چې درې کسيزه ګورننس کميټي به د ټولو محکمو مانيټرنګ کوي ۔
مشير اطلاعات زياته کړې چې د صوبې په کومې محکه کښې چرته هم مسئله ښکاري د دې پلټنې به کولې شي ۔
هغه دا هم وئيلي چې تحقيقاتو نه پس به کرپشن کښې ککړ ذمه وارانو خلاف کاروائي کولې شي ۔