پوليس سرچيني وئيلي چې د ټانک ډيره روډ کلي بهګوال کښې شرخوښو په سړک تلونکي د ججانو په ګاډو حمله کړې او ډزې ئې کړېدي
پوليس ذرائعو وئيلي چې د شرخوښو حمله کښې دوه پوليس اهلکاران شهيدان شويدي
د شرخوښو حمله کښې په ګاډو کښې ناست ججان محفوظ پاتې شويدي
ججانو سره موجود سيکيورټي اهلکارانو حملې پسې سمدستي جوابي کاروائي کړې او شرخوښو سره ئې د ډزو بدلون شويدې
وئيلي کيږي چې دغه ګاډو ناست ججانو تعلق د د ټانک او جنوبي وزيرستان سره دې
ذرائعو دا هم وئيلي چې حملې نه پس د پوليس او نور سيکيورټي اهلکارانو د حملې ځائې خپله ولقه کښې اخستې دې اونورې پلټنې ئې هم شروع کړېدي