د خېبرپښتونخوا کرم ضلعې ډپټی کميشنر جاویدالله محسود وئيلي دي چې شاملاتي زمکو باندې شروع شوې جهګړه کښې ډزبندۍ نه ورستو امن جرګه خپل کوششونو کښې کاميابه شويده
ډپټي کمشنر مطابق د دواړو قبیلو ترمينځ دوه میاشتو لپاره امن معاهده باندې لاس ليک شويدې
ډي سي ترمخه لاس ليک شوې لوظنامې باندې دواړو قبیلو مشران رضا شویدي
هغوي مخکښې وئيلي چې دغه دوه میاشتو کښې به د جرګې مشران، حکومت او ځائي مشران په سیمه کښې د مسئلو مستقل حل لپاره خپل کوششونه هم جاري ساتي
دی دوران به مین شاهراه هرقسمه تګ راتګ لپاره کولاؤ وي، تر هغې پوري به د دواړو فبیلو مورچو کښې هم فورسز او پولیس تعینات وي
ډپټي کمشنر دا هم وئيلي که چرې فريقينو د لوظنامې خلاف ورزي اوکړۀ نو دولس کروړه روپې جرمانه به پرې لګولې شي
لوظنامې ترمخه د کرم ضلعې ټولي تعلیمي ادارې او کاروبارمرکزونه به هم کولاؤ وي
د کرمې پوليس وئيلي چې دوه فرينو ترمينځ څو ورځو راهسې جاري انښته کښې دواړو طرفونو نه پنځوس کسان پحق رسيدلي او يو سل شپږ اوويا کسان ژوبل شوي هم دي
بلخوا د کرمې پوليس وئيلي چې ټوله ضلع کښې امنيت په ځائې ساتلو لپاره اقدامات جاري دي
پوليس وئيلي چې د کرمې فرينو ترمينګ امن لوظنامې نه پس د سيمې بند سړکونه او بازارونه کولاؤ شويدي