وفاقي وزير اطلاعات عطاء الله تارړ پارليمنټ هاوس مخې ته ميډيا سره خبرو کښې خبری وئيلي دي چې باني پي ټي آئي اوس منتونه شروع کړې او پاک فوج سياست ته راکاږي
وفاقي وزير اووئيل چې باني پي ټي آئي يو بے سره ماشوم دې، اول به ئې وئيل چې هيڅوک به پريږدم او اوس وائي چې ماسره دې فوج خبرې اوکړي
عطاتارړ زياته کړه چې باني پي ټي آئي د نړۍ يو شمير ملکونو سره د پاکستان اړيکې خرابې کړېدي،سائفر ئې سياسي مقاصد لپاره استعمال کړې
وزير اطلاعات مخکښې اووئيل چې دوي د ملک سلامتيا لپاره هيڅ نه دي کړي، بلکه د شهيدانو يادګارونه ئې سوزولي دي
هغه اووئيل چې باني پي ټي آئي د يو سازش لاندې په نهمه مئي د ملک په اهم ودانو حملې کړيدي، او د ځوانانو زهنونو کښې ئې زهر هم اچولې دي
عطا تارړ دا هم وئيل چې د پي ټي آئي سوشل ميډيا ټيم تارونه د ملک دښمانو سره ميلاويږي، د پي ټي آئي دغه ټيم د ملک سلامتيا ته نقصان رسول غواړي