د جماعت اسلامي امير حافظ نعيم الرحمان وئيلي چې خلک دوه دوه نوکرۍ کوي او بيا ئې هم خرچے نه پوره کيږي،خلک دومره مايوسه شوے چې په خودکشيانو باندې هم ايله نه کوي،وائي چې حکومت ته مو خپل مطالبات وړاندې کړي،د حکومت سره سيوا زمونږ د غوښتنو منلو نه بل څۀ اپشن نشته،دهرنه به تر هغے جاري وي ترڅو چې مو اولس له ريليف نه وي حاصل کړے
پنډۍ کښې روانې دهرنا کښې د ميډيا سره د خبرو دوران حافظ نعيم الرحمان زياته کړي چې کۀ حکومت هر څومره رکاؤټونه راته جوړوي،جوړ دي کړي،زمونږ لارې نشي نيسلے،د ګرانۍ څخه خلک دومره تنګ راغلے چې په بادو باران کښې هم خلک په دهرنا کښې موجود دے
حافظ نعيم الرحمان مخکښې وئيلي چې خلک دوه دوه مزدورياني کوي او بيا ئې هم خرچے نه پوره کيږي،يواځي د بجلۍ بل د يو عام تن د تنخوا څخه سيوا راځي،اشرافيه دې د خپلو کميشنونو لپاره آئي پي پيز لګوي نو زور به ئې د اولس د جيب نه اوباسي،حکومت دې زر تر زره د آئي پي پيز سره کړي معاهدے ختمي کړي
د جماعت اسلامي امير دا غوښتنه هم کړي چې د وزيراعظم نه واخله تر د يو انتظامي افسر پورې ټولو نه دې غټ غټ ګاډي واخستلے شي او صرف تيره سو سي سي ګاډي دې ورته ورکړے شي،دے اشرافيه ډيره د غريب عوام وينه اوڅښکله