د يونيورسټي آف انجينئرنګ اينډ ائپلائډ سائنسز سوات انتظامي او سټاف د تنخواګانو عدم ادائيګي خلاف احتجاجي مظاهره کړي ده، مظاهرچيانو دا غوښتنه هم کړي چي صوبائي وزرا او د محکمه تعليم بالا افسران دي زمونږ ګاړي واپس کړي
په مينګوره نشاط چوک کښي احتجاج کوونکو اوويل چي د يونيورسټئي دولس ګاړي د محکمه تعليم اعلي افسرانو او صوبائي وزيرانو سره دي، دوه ګاړي د مينه خان او يو ګاړې د صوبائي وزير فضل حکيم سره دې،هغوي زياته کړي چي زمونږ د يونيورسټئي پراجيکټ هم ختموي او په دي لړ کښې زمونږ د څلورو مياشتو تنخواګاني هم مونږ ته نه دي ميلاؤ شوي، هغوي غوښتنه اوکړ چي زمونږ د يونيورسټئ ګاړي دي واپس کړي شي، زمونږ تنخواګاني دي بحال کړي شي که چري حکومت زر تر زه زمونږ غوښتني اونه منلي نو مونږ به په سخت احتجاج مجبوره شو،د ګاړو په اړه چي کله د صوبائي وزير فضل حکيم نه تپوس اوکړي شو نو هغه خيبر نيوز ته اوويل چي زما سره د يونيورسټئي ګاړي نشته زه او نه ځه د ګاړي نه خبر يم