د پي ټي آئي مشرانو عمرايوب او اسد قيصر اسلام آباد کښې ميډيا سره خبرې کړي ، داو وئيلي دي چې نواز شريف ، شهباز شريف او مريم نواز غواړي چې تحريک انصاف او فوج يو بل ته مخامخ شي ،ولې دا به ملک لپاره نقصان ده وي پي ټي آئي مشرانو اووئيل چې حکومت دې د هوش نه کار واخلي ، ملک کښې نوې انتخابات د مسئلو يواځينې حل دے
پريس کانفرنس ته وينا کښې اسد قيصر اووئيل چې په پنځم اګست به په دوه اهمو معاملو ټول پاکستان کښې جلسے او لوئې مظاهري کولې شي ، پنځم اګست د باني پي ټي آئي د ګرفتارۍ ورځ ده او بل دا چې هغه په غير قانوني طريقه او من ګهړت مقدمات کښي ګرفتار کړې شوې وو
اسد قيصر زياته کړه چې په پنځم اګست به د مهنګائۍ او باني پي ټي آئي پشمول د تحريک انصاف نورو ارکانو په قيد کښې د ساتلو خلاف احتجاج کولي شي
دپريس کانفرنس دوران اسدقيصر دعویٰ کڑې چې د مخصوص نشستونو په حواله د سپريم کورټ فيصله راتلو وروستو د پي ټي آئي د اسمبلۍ په ارکانو وفاداريانې بدلولو لپاره دباو اچولې کېږي
هغه زياته کړه که چرې د قامي او صوبائي اسمبليانود غړو سپکاوې کيږي نو بيا د پارليمان څه حيثيت پاتې کيږي؟
پريس کانفرنس ته دپي ټي آئي سيکريټري جنرل عمر ايوب او شيخ وقاص هم وينا کړې او وئيلي دي چې موجوده حکومت د ملک معيشت تباه کړې
دوي اووئيل چې مونږ د جماعت اسلامي د احتجاجي دهرنې حمايت کوؤ، احتجاج کول د ټولو سياسي ګوندونو بنيادي حق دے
هغوي دا هم وئيلي چې افسران دې ياد ساتي چې حکومت د هميش لپاره نه وي ، زموبږ د ايم اين ايز خلاف دې کاروائيانې په فوري توګه بندې کړې شي