د خيبر پښتونخوا حکومت د نهمې مئي پيښو تحقيقات کولو لپاره عملي ګام پورته کړې دې
خېبرپښتونخوا حکومت دې حوالې سره د پيښور هائيکورټ چيف جسټس ته په باقاعده توګه خط ليږلې دې
د خيبر پښتونخوا وزير قانون آفتاب عالم په دې اړه وئيلي دي چې د کميشن ممبرانو نومونو به چيف جسټس اعلان کوي
صوبائي وزير قانون وئيلي چې د جوډيشل کميشن مشر به د پېښور هائي کورټ يو جج وي
وزير قانو دا هم وئيلي دي چې د خيبر پښتونخوا کابينې د نهمې مئي جوډيشل انکوائري کولو منظوري ورکړې وه