غبرګ ښارونو اسلام آباد او پنډۍ کښې د کارکنانو او مشرانو ګرفتارۍ او کنټينرو په ذريعه سړکونه بندولو نه پس د جماعت اسلامي مقامي مشرانو او پنډې ضلعي انتظاميه ترمينځه مذاکرات کامياب شويدي
د پنډۍ ضلعي انتظاميې جماعت اسلامي ته دوه نه دريې ورځو پورې مري روډ باندې دهرنا جاري ساتلو مشروط اجازت ورکړېدې
سرچينې وائي چې جماعت اسلامي به مري روډ باندې د ټريفک بندولو او امن امان خرابولو بغير احتجاج او دهرنا ورکوي
بلخوا وفاقي حکومت جماعت اسلامي ته مذاکراتو وړانديز کړي،حکومت جماعت اسلامي سره مذاکراتو لپاره درې کسيزه کميټې هم جوړه کړېده
کميټې کښې اطلاعاتو وزير عطا تارړ،طارق فضل چودهري او امير مقام شامل دي
دې نه وړاندې جماعت اسلامي ډي چوک اسلام آباد کښې دهرنے ورکولو اعلان کړې وو خو د لارو بندېدو لوجې امير جماعت اسلامي حافظ نعيم الرحمان پنډې کښې دهرنے ورکولو اعلان اوکړو
د جماعت اسلامي امير حافظ نعيم الرحمان وئيلي چې مطالباتو منلو پورې به د کراچۍ نه تر چترال پورې دهرنا جاري وي