بنو کښې امن جرګې ګډونوالو ته خپله وينا کښې وزيراعلیٰ خيبرپښتونخواعلي امين ګنډاپور وئيلي دي چې د بنو دخلقوڅنګه مطالبې وې،هم هغه شان فيصلې موکړيدي،مونږ د ملک لپاره قربانۍ ورکوؤ خوخپلې فيصلې به هم پخپله کوؤ
وزيراعلیٰ وئيلي چې د امريکې غلامان غواړي چې په مونږ خپلې پاليساني را اوتپي،ولې مونږ خپل حق پيژنو،د چا نه ئې په خيرات کښې نه غواړو بلکه په وچ زور به ئې اخلو
وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور يو وارې بيا د صوبے پوليسو ته وئيلي چې هغه خلق چې د ادارو په نوم باندې وسلې ګرځوي،يو تن کهولاؤ پرے نږدۍ، ټول رانيسۍ او جيل ته ئې اچوۍ
وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور مخکښې اووئيل چې کوم ځائې هم د ترهه ګرو موجودګي وي، هلته به صرف پوليس کاروائي کوي
علي امين ګنډاپور وئيلي چې دا زما اولس دې ،د دوي عزت زما عزت دې، او دا زما ذمه واري ده،پوليس دې د تردهه ګرو خلاف کاروائي ښه په کلکه جاري ساتي
وزيراعلیٰ دا هم وئيلي چې د مدرسو ماشومان زما زړۀ ته ډير نيزدې دي، دوي د دين تعليم حاصلوي،دوي د پاره مو بجټ کښې پيسې هم مختص کړېدي
علي امين ګنډاپور زياته کړې چې د اپيکس کميټۍ چئرمين زه يم،که پيسې کمې شوې،نو نورې به درواچوم، که بيا کمې شوې نو بيا به درواچوم