پاکستان بنو حملے باندے افغانستان ته سخت احتجاج ريکارډ کړي، اسلام اباد کښې دافغانستان ډپټې هيډ اف مشن خارجه وزارت ته رابللے شوي او ورته احتجاجي مراسله ورکړے شويده، پاکستان افغانستان عبورې اتنظامي نه حمله کښې ککړ کسانو خلاف سخت کاروائي مطالبه کړيده
د خارجه وزارت لخوا جارې شوے بيان کښې وئيلې شويدي چې پاکستان اسلام اباد کښې د افغان سفارتخانے ډپټي هيډ اف مشن خارجه وزارت ته رابللے دے او ورته ئي بنو کينټ حملے باندے سخت احتجاج ريکارډ کړيدے
بيان کښې وئيلې شويدي چې حمله افغانستان کښې موجود حافظ ګل بهادر ګروپ کړيده، ټي ټي پي او حافظ ګل بهادر ګروپ کوم چې د سلګونو پاکستانيانو په وژنه او دهشتګرد کارويانو کښې ملوث دي دے حملو لپاره افغان خاوره استعمالوي،
اعلاميه کښې مخکښې وئيلې شويدي چې پاکستان په افغان عبوري حکومت غږ کوي چې پاکستان کښې دهشتګرد کاروايانو کښې ملوث عناصرو پرضد دې سخته کاروائي اوکړي
او دا چې بنو حملې نه يو واري بيا واضحه شويده چې افغانستان کښې موجود ترهګر تنظيمونه د پاکستان پشمول سيمي لپاره لويه خطره ده