آئي ايس پي آر طرف نه جاري شوي تفصيلاتو ترمخه بنو کينټ باندې تر هه ګرو بريد کړې او ډزو نه پس ئې بيا خودکش حمله ئې هم کړېده
آئي ايس پي آر مطابق خودکش حملې لوجې اته سيکورټي اهلکار شهيدان شويدي
آئي ايس پي آر وئيلي چې سيکيورټي فورسز د ترهه ګرو حمله ناکامه کړې او جوابي کاروائۍ کښې حمله کونکي لس واړه ترهه ګر وژلې شويدي
د پاک فوج شهيد شوي ځوانانو کښې نائب صوبيدرا محمد شهزاد ، حولدار ظل حسين ، حولدار شهزاداحمد،سپاهي سبحان مجيد ،سپاهي اشفاق حسين خان، سپاهي امتيازخان، سپاهي ارسلان اسلام او د ايف سي لانس نائيک سبز علي شامل دي
آئي ايس پي آر ترمخه شهيد شوي ځونانو تعلق پونچهـ آزاد کشمير،خوشاب،بهاولپور او لکي مروت سره ښودلې شويدې
آئي ايس پي آر مخکښې وئيلي چې د ترهه ګرۍ دغه کاروائي حافظ ګل بهادر ډلې کړې او دغه ترهه ګر ډله د افغانستان نه کاروائي کوي
دغي ډلې دې نه وړاندې هم پاکستان کښې د تر هه ګري کاروائيانو لپاره افغان زمکه استعماک کړيده
آئي ايس پي آر غوښتنه کړې چې د افغانستان عبوري حکومت دې داسې قسمه عناصرو خلاف موثره کاروائي اوکړي ، او دا چې داسې قسمه خطرو خلاف به ضروري اقدمات کولي شي