بنو کښې د ترهه ګرو کينټ ته ننوتلو کوشش ناکامه کړې شوې، ترهه ګرو اول د بارودي موادو ډک ګاډې د کينټ ديوال سره جنګولے چې ورسره درنه چاودنه شوې وه
د چاودنې ورستو ترهه ګرو د خودکار وسلې سره په سيکورټي فورسز ډزي کړي او جوابي کاروائۍ کښې خودکش حمله آور پشمول څلور واړه ترهه ګر وژلي شويدي
دې دوران د ترهه ګرو په ډزو کښې درې سيکورټي اهلکار شهيدان او يو ميجر پشمول درې پنځوس اهلکاران ژوبل شويدي
مقامي ذرائعو تر مخه چاودنې لوجې نيزدې کورونو او دکانونو ته هم زيان رسيدلې دې
چاودنه کښې ده څلور زنانؤ پشمول اته مقامي کسان هم ژوبل شوي څوک چې هسپتال ته رسولې شويدي
سيکيورټي سرچينو ترمخه بنوکينټ کښې کليئرنس آپريشن سرته رسيدلې دې