کراچۍ دلوئے ترهګرۍ بريد نه بچ کړے شوه، ډي آئ جي سي ټي ډي آصف اعجاز شيخ ويلي چې کالعدم ټي ټي پي دره آدم خېل ترهګر محمد شعېب کراچۍ اتحاد ټاؤن نه ګرفتاره کړے شوې، ترهګر محمد شعېب داتم محرم په جلوس حملے کولو پلاننګ کولو،
تفصيلاتوتر مخه کراچۍ کښې خبريالو ته خبرو په وخت ډي آئ جي سي ټي ډي آصف اعجاز شيخ ويلي چې سي ټي ډي کراچۍ اتحاد ټاؤن کښې کاروائي په وخت يو داسې ترهګر نيولې کوم چې په اتم محرم په جلوس دحملے کولو پلاننګ کولو
ډي آئ جي سي ټي ډي ويلي چې کاروائي حفيه اطلاعاتو په رڼا کښې کړې شوې وه چې پکښې ترهګر ګرفتاره کړے شوې،
هغوي ويلي چې ترهګر محمد شعېب کالعدم ټي ټي پي غړے دے او د دره آدم خېل ترهګرډلې سره تعلق لري، هغوي داهم ويلي چې ترهګر چې کله کراچۍ ته راغې نو کالعدم ټي ټي پي نيټ ورک سره ځان وتړلو، ترهګر محمد شعېب نه خود کش جېکټ برآمد کړے شوې، ګرفتاره ترهګر نه نورهم معلومات ترلاسه شوي چې پرې تحقيقات روان کړے شوي