تحصيل تخت بهائي کښي تاجر برادري ،سياسي تنظيمونو او عام اولس علاقه کښي امن وامان قيام ،ګيس بجلي لوډشيډنګ او مهنګائي خلاف مظاهره کړي،په دي موقع مظاهرچيانو حکومت پرضد سخته نعره بازي کړي او لګولي شوي ټيکسونه ئي په فوري توګه واپس کولو مطالبه کړي
د ضلع مردان په تحصيل تخت بهائي جلاله کښي شوي بمي چاودني،ګيس بجلي غير اعلانيه لوډشيډنګ خلاف او ،علاقه کښي امن وامان قيام او مخ په وړاندي مهنګائي خلاف تاجر برادري ،مختلف سياسي ګوندونو مشرانو او عام اولس لخوا په ټکر چوک کښي احتجاجي مظاهره شوی
د مقريرينو وينا وه چي دوي په پختنه سيمه مزيد جنګ نشي برداشت کولي او نا با چا له د پختون قام په وسائلود قبضے اجازت ورکړي ، دوي اووئيل چي حکمرانان دي پختونو بچو له ټوپک او اپريشن په ځائي کتاب او قلم ورکړي